موږ څنګه کولای شو مرسته وکړو

PDF (223Kb)

د وېرمونټ حقوقي مرستې او د وېرمونټ حقوقي مالي مرستې د وېرمونټ د ټیټ عاید لرونکو اوسېدونکو لپاره مدني (نه جزايي) حقوقي مرستې چمتو کوي. زموږ خدمات وړیا دي.

د وېرمونټ حقوقي خدمات د حقوقي مرستې د ټولو غوښتنلیکونو ارزونه کوي. که چېرې موږ وکولای شو د حقوقي ستونزو په برخه کې مرسته وکړو، موږ به تاسو خپلو وکيلانو او مدافع وکيلانو ته راجع کړو یا به مو د وېرمونټ د حقوقي مالي مرستو وکيلانو او مدافع وکيلانو ته راجع کړو. موږ همدارنګه کېدی شي تاسو نورو پروګرامونو ته راجع کړو.

که غواړئ پوه شئ چې آیا موږ کولای شو له تاسو سره مرسته وکړو کنه، له موږ سره اړيکه ټینګه کړئ. موږ ښايي وکولای شو تاسو ته مشورې درکړو. موږ ښايي وکولای شو تاسو ته ووایو چې له کوم ځای څخه کولای شئ داسې معلومات ترلاسه کړئ چې له تاسو سره مرسته وکړي چې په محکمه کې د خپل ځان استازيتوب وکړئ.

موږ له ټولو هغو کسانو سره مرسته نشو کولای چې کمک ته اړتیا لري. موږ ښايي ونشو کولای له تاسو سره ستاسو د عاید په اساس مرسته وکړو. موږ په کافي اندازه وکيلان نه لرو چې وکولای شو له ټولو هغو کسانو سره مرسته وکړو چې د مرستې غوښتنه کوي.


څنګه کولای شئ له موږ سره اړيکه ونيسئ

1-800-889-2047 شمېرې ته زنګ ووهئ او پیغام پرېږدئ، یا زموږ د حقوقي مرستو د غوښتنې له فورمې څخه په آنلاین ډول استفاده وکړئ.

که تاسو په انګليسي خبرې نه کوئ، د ترجمان غوښتنه وکړئ. موږ به تاسو ته په وړیا توګه ترجمان چمتو کړو.

زموږ دفترونه له دوشنبې تر جمعې د سهار له 8:30 د مازدیګر تر 4:00 بجو پورې پرانېستي دي.

موږ د مرستې لپاره ډېرې غوښتنې ترلاسه کوو. له موږ سره د مرستې د شريکولو لپاره تر وروستۍ دقیقې پورې انتظار مه کوئ!

له یاده مه باسئ چې خپله تلفوني شمېره له موږ سره شريکه کړئ او موږ ته د هغه غوره وخت په هکله ووایاست چې موږ بېرته تاسو ته زنګ ووهو. په مهربانۍ سره زموږ دوباره اړيکې ته په تمه اوسئ. دا به له یوې 802 تلفوني شمېرې څخه وي چې ښايي تاسو يې ونه پېژنئ!


موږ څنګه کار کوو

موږ به له تاسو څخه ځينې پوښتنې وکړو ترڅو دا په ګوته شي چې آیا تاسو په شرایطو پوره یاست کنه ترڅو زموږ وکيلان له تاسو سره خبرې وکړي. دې ته ”ورودي پروسه“ ویل کېږي.

د بېلګې په توګه، موږ به له تاسو څخه د لاندو مواردو غوښتنه وکړو:

  • شخصي معلومات لکه ستاسو پته، د تلفون شمېره، ستاسو عمر، دا چې واده مو کړی کنه، او د هغو کسانو شمېر چې له تاسو سره یو ځای ژوند کوي
  • د هغې ستونزې یا مسئلې په اړه تشرېحات چې تاسو يې په هکله له موږ سره اړيکه نيولې ده
  • ستاسو د عاید او شتمنیو اندازه ترڅو دا په ګوته شي چې آیا موږ کولای شو له تاسو سره مرسته وکړو کنه

ستاسو له خوا ټول چمتو کېدونکي معلومات خوندي ساتل کېږي. دغه معلومات به ستاسو له اجازې پرته له هېچا سره شریک نشي.


زموږ کارمندان به پرېکړه وکړي چې څنګه کولای شي په غوره توګه له تاسو سره مرسته وکړي

ستاسو وضعیت ته په پام سره او که چېرې تاسو د مرستې په شرایطو پوره وئ، تاسو کېدی شي لاندې مرستې ترلاسه کړئ:

  • د تلفون له لارې حقوقي مشورې
  • د پست یا برېښنالیلک له لارې د معلوماتو ترلاسه کول
  • محدوده حقوقي څېړنه
  • د وکیل یا مدافع وکيل لپاره راجع کول چې مرسته درسره وکړي
  • بل نهاد ته راجع کول، یا
  • شخصي وکيل ته راجع کول

په مهربانۍ سره په یاد ولرئ:  موږ له تاسو سره د ترافيکي سرغړونوپه برخه کې مرسته نشو کولای. موږ له تاسو سره د شخصي ټپي کېدو په مواردو کې، د کارمندانو د حق الزحمې، اود املاکو د قانون په برخه کې مرسته نشو کولای.   که تاسو د کور مالک یاست، موږ نشو کولای له تاسو سره د کرايې د ستونزو په برخه کې مرسته وکړو. موږ نشو کولای په جرمي مواردو کې له تاسو څخه دفاغ وکړو یا که چېرې تاسو د ناوره ګټې اخيستنې په قضیه کې تورن یاست. (اما که چېرې تاسو د جرم او ناوړه ګټې اخيستې قرباني یاست، موږ کولای شو له تاسو سره حقوقي مرستې وکړو.)
 

مدني حقوقي خدمات څه ته وايي؟

د وېرمونټ حقوقي مالي مرستې، د وېرمونټ حقوقي خدمات، او د مدني حقوقي مرستو نور سازمانونه ژمنه کوي چې په مدني حقوقي مسایلو کې به له خلکو سره مرستې کوي او د هغوی استازیتوب به کوي. دا هغه حقوقي دعوې او نور قانوني مراحل دي چې جرم نه وي پکې شامل.

د بېلګې په توګه، په مدني حقوقي قضیو کې اکثره د کور د مالک او کرایه نشين ترمنځ منازعه، دېوالیه توب، د کرېډېټ کارت اړوند ستونزې، تعبعیض، Reach Up او د ټولنیز امنیت د امتیازاتو قضيې، او نورې ورسته ستونزې شاملېږي.

عمومي مدافعین او نور سازمانونه له هغو خلکو سره مرسته کوي او د هغوی استازیتوب کوي چې په جرمي قضیو کې دخيل وي، یعنې کله چې حکومت یو څوک په جرمي کړنو باندې تورنوي.

 

آیا تاسو د جرم قرباني یاست؟

که تاسو د جرم یا ناوړه ګټې اخيستې د قرباني کېدو له امله حقوقي مرستو ته اړتیا لرئ، زموږ د جرم د قربانیانو لپاره د حقوقي مرستوپاڼې ته مراجعه وکړئ ترڅو وګورئ چې موږ څنګه له تاسو سره مرسته کوو.

موږ څنګه کولای شو مرسته وکړو

PDF (223Kb) د وېرمونټ حقوقي مرستې او د وېرمونټ حقوقي مالي مرستې د وېرمونټ د ټیټ عاید لرونکو اوسېدونکو لپاره مدني (نه جزايي) حقوقي مرستې چمتو کوي. زموږ خدمات وړیا دي. د وېرمونټ حقوقي خدمات د حقوقي مرستې د ټولو غوښتنلیکونو ارزونه کوي. که چېرې موږ وکولای شو د حقوقي ستونزو په برخه کې مرسته وکړو، موږ به تاسو خپلو وکيلانو او مدافع وکيلانو ته راجع… more
Updated: May 01, 2023